د مرحوم مولوي محمد عمر کوهستاني غالب زوي چې د ۱۳۱۸ لمريز کال د غويي د
مياشتې په ۱۷ نېټه د کاپيسا ولايت د کوهستان ولسوالۍ د قاضي خيلو په کلي
کې يې نړۍ ته سترګې پرانستلې ، د زده کړو لومړنۍ دوره يې د پروان ولايت د
ګلبهار په مکتب کې پاي ته رسولي اووروسته د امام ابوحنيفه (ح) په مدرسه
کې داخل او په ۱۳۳۷ لمريز کال کې د نوموړې مدرسې څخه فارغ او د تحصيل د
دوام په منظور د کابل پوهنتون د شرعياتو پوهنځۍ کې داخل او د ۱۳۴۱ لمريز
کال د ليندۍ په ۱۵ د ليسانس په اخيستلو د نوموړې پوهنځۍ څخه فارغ او د
هماغه کال د مرغومي په لومړي نيټه په عدليې وزارت کې د مامور په صفت دنده
اشغال کړه .
او تر ۱۳۶۱ لمريز کال پوري په عدليې وزارت کې د قلم مخصوص د عمومي مدير
په صفت ، د کتابخانې آمريت ا و د قانون جوړولو د عمومي رياست په مختلفو
څانګو کې د سلاکار په صفت دندې سرته رسولي دي . له ۱۳۴۵ څخه تر ۱۳۴۷د
لمريز کال په اوږدو کې د ماسټرۍ دوره د فقه او قانون پوهنځۍ د قاهرې د
مصر د الازهر پوهنتون کې د فقه او قانون د مقايسې په څانګه کې پوره کړي
ده .
د قانونيت د جرم اوجزا کې يې خپله دوکتورا ثبت او د دوکتورا په رساله
باندې تر يوي اندازې پوري کار سرته ورساوه البته د وخت د عدليې وزارت د
راغوښتلوپه اثر د رسا لې د مناقشي څخه مخکې بېرته افغانستان ته راستون او
د تقنين رياست او د قانون جوړولود چارو د انستيتوت په ديپارتمنت کې د
سلاکار په صفت د تدقيق نا يب اود لويې څارنوالۍ د عريضو په دفتر کې دنده
سرته رسولې او د قانونوال په درجه يې د علمي رتبې تثبيت شوي دي .
ياقوت د کرېسټالونو د ډلې يوه قيمتي ډبره ده چې په ګڼ شمېر ګاڼو او د
پسول او سينګار په توکو کې کارېږي.
ويکيپېډيا ته ښه راغلاست يو وړيا پوهنغونډ چې هرڅوک يې سمولای شي.
3,034 ليکنې په پښتو ژبه لري
دا وخت 09:54، ګل 03 د اکتوبر 2011 ز. کال
دا ويکيپېډيا په پښتو کې ده. ددې پروژې پيل په 2001 کې شوی او تر دې دمه
3,034 ليکنې لري.
بشپړ نيوليک · ګڼ ژبنيز همغږی · په يوه بله ژبه ويکيپېډيا پيل کړی
دا مخ وروستی ځل په 02:01، 24 جون 2011 بدلون موندلی.
